د لوړو زده کړو وزارت د څېړني، تألیف او ژباړې رئیس مولوي محمد داود حقاني او د یاد وزارت د داخلي پلټني رئیس انجنیر اکرام الله صهيب د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو موسسې لپاره پوهنیار روح الله مشال د نوي رییس او نقیب الله هجرت د مالي او اداري مرستیال په

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۱۱مه
د لوړو زده کړو وزارت د څېړني، تألیف او ژباړې رئیس مولوي محمد داود حقاني او د یاد وزارت د داخلي پلټني رئیس انجنیر اکرام الله صهيب د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو موسسې لپاره پوهنیار روح الله مشال د نوي رییس او نقیب الله هجرت د مالي او اداري مرستیال په توګه ورمعرفي کړل.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د هیئت تر څنګ د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو موسسې یو شمېر استادانو او اداري کار کوونکو هم ګډون کړی و.
مولوي محمد داود حقاني د زابل لوړو زده کړو موسسې د مخکني رئیس او مرستیال د خدمتونو د ستایلو تر څنګ، د یاد پوهنتون نوي رئیس او مالي او اداري مرستیال ته مبارکي وویله. دغه راز زیاته یې کړه، چې موږ ټول باید د الله تعالی د رضا لپاره صادقانه کار وکړ او په یاد تحصیلي بنسټ کې د انټرنېټ او نورو ستونزو د حلولو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.
وروسته د میرویس خان زابل لوړو زده کړو موسسې نوي رییس او مالي او اداري مرستیال په خپلو خبرو کې یادې دندې ستر مسوولیت وبللې او ویې ویل، چې د دغې تحصیلي بنسټ د پرمختګ او معیاري کولو لپاره به په پوره اېماندارۍ سره هڅه وکړو. ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.