په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر علم او پوهه د انسان لپاره ستر نعمت وباله او د شورا غړو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په صادقانه ډول خپلې وړتیاوې د خلکو په خدمت کې وکاروي.
۱۴۰۰کال، د سلواغې ۱۳مه
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر علم او پوهه د انسان لپاره ستر نعمت وباله او د شورا غړو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په صادقانه ډول خپلې وړتیاوې د خلکو په خدمت کې وکاروي.
وروسته له اجنډا سره سم د شورا غړو د تدارکاتي پروژو پر طی مراحل کولو او د لوړو زده کړو وزارت اړوند په ۳۸ هغو ساختماني پروژو خبرې وشوې، چې کارونه یې تکمیلېدو ته نیږدې دي. دغه راز د دولتي محصلانو د تبدیلۍ او د تضمین کیفیت د معیارونو پر اساس د پینځو طبي خصوصي تحصیلي بنسټونو د فعالیت په اړه بحث او له قوانینو سره سمې پرېکړې وشوې.