د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبد الباقي حقاني، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) له استازي طارق البخیط سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

Akmal_admin
Wed, Mar 09 2022 11:38 AM
مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی با طارق البخیط نماینده سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای افغانستان، در دفتر کارش دیدار کرد.

۱۴۰۰کال، د کب ۱۸مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) له استازي طارق البخیط سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د OIC سازمان استازي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د وزارت کاري پروګرامونه تشریح کړل او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان نړیوال پوهنتون د دیني او عصري زده کړو، په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړونې د پروژې چټکوالي، د مرکز او ولایاتو د پوهنتونونو د استادانو او محصلینو د لېږد لپاره د ترانسپورت ترتیب او تدارک، په اسلامي هېوادونو کې د افغان محصلانو لپاره د بورسونو او همدارنګه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د کتابتونونو د تجهیز مرسته وکړي. 
په مقابل کې یې د افغانستان لپاره د OIC استازي طارق البخیط د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه فعالیتونه وستایل او ویې ویل، چې یاد وړاندیزونه به د اسلامي همکاریو سازمان OIC له مقاماتو سره شریک او د مرستو د راجلبولو په برخه کې به هڅه وکړي.