د پژواک غیر قانوني لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا
![اطلاعیه وزارت تحصیلات عالی در مورد محصلان مؤسسه تحصیلات عالی غیر قانونی پژواک](/sites/default/files/2022-03/f926e150-f0b7-4e76-8600-733893276105.jpeg)
د پژواک غیر قانوني لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!
د پژواک غیر قانوني لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځي د دولسم سمستر محصلینو ته چې په(سکشن A-B) کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې:
۱- هغه محصلین چې پخوا یې د لوړو زده کړو وزارت لخوا په اخیستل شوې ازموینه کې برخه اخیستې وي او تر دې دمه کومې تحصیلي موسسې ته نه دي معرفي شوي؛
۲- ځینې هغه محصلین چې د قانوني لارې په پوهنتون کې شامل شوي خو په وزارت کې د یادې مؤسسې په شته اسنادو کې یې نومونه نه دي یاد شوي؛
۳- او هغه محصلین چې په یاد سمستر کې د شمولیت قانوني دعوه لري خبر ورکول کېږي،
چې د فراغت او تحصیلي اسنادو د مشکلاتو حل کولو لپاره د راتلونکې یکشنبې په ورځ، چې د روان ۱۴۰۰ هـ کال د کب میاشتې له ۲۹ نیټې سره سمون لري، د سهار په ۸ اتو بجو د ازموینو ملي ادارې ته حاضر شي.
دغه راز هغه کسان چې په ټاکل شوي وخت حاضر نشي، د شکایت حق نلري او په راتلونکې کې یې په یاد سمستر کې د محصلۍ شمولیت د منلو وړ نه دی.