د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رئیس په پکتیا ولایت کې د زم زم لوړو زده کړو خصوصي موسسې تحصیلي وضعیت وارزاوه.

چهار شنبه، ۲۵ کب ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رئیس په پکتیا ولایت کې د زم زم لوړو زده کړو خصوصي موسسې تحصیلي وضعیت وارزاوه.
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رئیس شاکرالله وحیدي چې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو بورډ یو شمیر غړو یې ملتیا کوله، د یادې مؤسسې د بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو کمیټې د فعالیتونو د ارزونې پرمهال، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو پروګرامونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
د دې ارزونې په ترڅ کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رئیس د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د معیارونو پلي کول او د هیواد د تحصیلي بنسټونو په پراختیا کې د هغې اهمیت روښانه کړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې، د لوړو زده کړو وزارت مقام له لارښوونو او هدایاتو سره سم خپل خدمات برابر او وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو رياست پلاوو د هېواد په مرکز او ولايتونو کې له يو شمېر دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو څخه ليدنه کړې او په يادو ادارو کې يې ورکشاپونه جوړ کړي دي.