نن په لوړو زده کړو وزارت کې د علمي پروګرامونو او تضمین کیفیت د پرمختګ دوره یي دوه ورځنی ورکشاپ، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې پیل شو.

Akmal_admin
Wed, Mar 30 2022 8:19 AM
aas

۱۴۴۳هـ.ق کال، د شعبان ۲۷مه
نن په لوړو زده کړو وزارت کې د علمي پروګرامونو او تضمین کیفیت د پرمختګ دوره یي دوه ورځنی ورکشاپ، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې پیل شو. 
په دغه ورکشاپ کې، چې د مرکز زون (کابل) د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو علمي مرستیالانو، د تضمین کیفیت برخې امرینو او استازو ګډون کړی وو، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي ح ق اني د هېواد د تحصیلي بنسټونو په معیاري کولو او ځان بساینه ټینګار وکړ. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: «د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ دلیل د معیاري او باکیفیته لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه ده، له همدې امله اوسمهال په نړۍ‌واله ټولنه کې ستر موقف لري.» 
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د جګړې له ډګر څخه بریالی راوتلی، خو د علم او پرمختګ په برخه کې اوږده لار ورته پاتې ده، چې د لوړو زده کړو وزارت تحصیلي بنسټونو او استادانو په ګډې همکارۍ سره په دغه لاره کې بریا تر لاسه کولی شو. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده برخه کې د دغه وزارت د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې که موږ معیاري پوهنتونونه ولرو، نو تکړه او په کار پوه محصلین به فارغ کړو او په پایله کې به مو د هېواد د پرمختګ لامل شي. 
وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د معیاري خدماتو وړاندې کولو په پار، د هېواد د تحصیلي بنسټونو تر منځ په مثبته او سالمه سیالۍ ټينګار وکړ. 
نوموړي وویل، چې موږ ټول د یوه معیاري او ځواکمن تحصیلي نظام د رامنځ ته کولو مسؤلیت لرو او د دې کار لپاره باید پر اساسي، مهمو او ارزښتناکو موضوعاتو کار وکړو، ځکه علم په مشخص کس پورې اړه نه لري، بلکې د زیاتې هڅې په بدل کې تر لاسه کېږي. د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ورکشاپ له ګډونوالو مننه وکړه او دغه ورکشاپ یې په تحصیلي بنسټونو کې د تضمین کیفیت د معیارونو د پلي کولو لپاره ګټور وباله. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي د یاد ورکشاپ د څرنګوالي او ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه ورکشاپ  به د علمي پروګرامونو او تضمین کیفیت یوولسو معیارونو دوره یي مرور د اړوندو استادانو له لوري تشریح کېږي.   
نوموړي وویل، چې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست د پلان پر بنسټ د هېواد په شپږو زونونو کې دې ته ورته ورکشاپونه جوړ شول، چې ښې پایلې یې درلودې.