په لوړو زده زده کړو وزارت کې د علمي پروګرامونو او تضمین کیفیت د پرمختګ دوره یي دوه ورځنی ورکشاپ په بریالۍ توګه پای ته ورسېد

Akmal_admin
Thu, Mar 31 2022 1:17 PM
T

۱۴۴۳هـ.ق، د شعبان ۲۸مه
په لوړو زده زده کړو وزارت کې د علمي پروګرامونو او تضمین کیفیت د پرمختګ دوره یي دوه ورځنی ورکشاپ په بریالۍ توګه پای ته ورسېد. 
په دغه ورکشاپ کې د مرکز زون (کابل) دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو علمي مرستیالانو او د تضمین کیفیت برخې استازو ګډون کړی و.

T


د یاد ورکشاپ په پای ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي یاد ورکشاپ د هېواد د تحصیلي نظام د معیاري کولو او تضمین کیفیت د معیارونو د پلي کولو په برخه کې ګټور وباله. نوموړي د مرکز زون د تحصیلي بنسټونو مسؤلانو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو پوهنتونونو کې د تضمین کیفیت معیارونه پلي کړي او په راتلونکي کې یې د دا ډول ورکشاپونو په جوړولو ټينګار وکړ.

Latest news

BACK TO NEWS