د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي دفترونو او د مرکز د څلورو پوهنتونونو ۶۲ تنو کارکوونکو د "پلان جوړونې" تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې ورکشاپ له بشپړولو وروسته خپل سندونه ترلاسه کړل.
۱۴۰۱/حمل/۲۵
۱۴۴۳/۹/۱۲
د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي دفترونو او د مرکز د څلورو پوهنتونونو ۶۲ تنو کارکوونکو د "پلان جوړونې" تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې ورکشاپ له بشپړولو وروسته خپل سندونه ترلاسه کړل.
په دغه ورکشاپ کي چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابعو ریاست له لوري جوړ شوی و، ګډونوالو ته د ۱۵ ورځو په موده کې د کار، ورځني ژوند د پلانولو او ټاکل شویو موخو ته د رسېدنې په اړه د یاد ریاست د استادانو له لوري روزنه ورکړل شوه.
د ورکشاپ د پای په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابعو رئیس مفتي عبدالکریم امیري د ورکشاپ له ګډونوالو او استادانو څخه مننه وکړه او د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې یي د لوړو زده کړو وزارت او د هېواد د پوهنتونونو کارکوونکو پر ګډون تاکید وکړ.
دغه راز یې د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې په یاد ورکشاپ کې زده کړل شوي څه په خپلو کاري چارو کې پلي کړي او خپلو خلکو او ټولنې ته لا ښه خدمات وړاندې کړي.
په پای کې یو تن ګډونوال د نورو په استازیتوب د دوی د کاري ظرفیت د لوړولو په موخه د دا ډول ورکشاپونو په لاره اچولو مننه وکړه او په دوام یې ټینګار وکړ.