د لوړو زده کړو وزارت د اسنادو ارزیابۍ رئیس په مشرۍ په پکتیا پوهنتون کې د جنوب ختیځ زون تحصیلي بنسټونو اداري کارکوونکو ته یو ورځنی ورکشاپ دایر او معلومات وړاندې کړل!
۲۳/۰۹/۱۴۴۳
۰۵/۰۲/۱۴۰۱
د لوړو زده کړو وزارت د اسنادو ارزیابۍ رئیس په مشرۍ په پکتیا پوهنتون کې د جنوب ختیځ زون تحصیلي بنسټونو اداري کارکوونکو ته یو ورځینی ورکشاپ دایر او معلومات وړاندې کړل!
یاد پلاوي چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت د اسنادو ارزیابۍ رئیس محمد داؤد حقاني کوله، په پکتیا پوهنتون کې د اسنادو ارزیابۍ تر عنوان لاندې د جنوب ختیـــځ زون پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو اداري کارکوونکو لپاره یو ورځنی ورکشاپ دایر او پر مهمو موضوعاتو یې معلومات وړاندې کړل، چې د ورکشاپ ګډونوالو ته مؤثر تمام شول.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورکـــشاپ کې د پکتیا او شیخ زاید پوهــنتونونو ســـربېره د لوګر او پکتیکـا لوړو زده کړو موسسو اداري مرستیالانو او کارکوونکو هم برخه درلوده.