د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه.

۱۰ / ۱۰ / ۱۴۴۳
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د شورا غړي او ټول اداري مسؤلین، په کارونو کې دقت، صداقت او د خلکو خدمت ته وهڅول او د لوړو زده کړو وزارت یې د هېواد د پرمختګ لومړۍ مرجع یاده کړه.
دغه راز د اجنډا مطابق د شورا غړو د لوړو زده کړو وزارت اړوند د پوهنتونونو، استادانو، محصلینو او یاد وزارت پورې د تړلو ټولو اداراتو په مشکلاتو او ستونزو بحث او خبرې وکړې، چې په پایله کې یې لازم تصمیمونه ونیول شول.