د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونه ادارې له راغلي پلاوي سره وکتل.

Akmal_admin
Sun, May 15 2022 4:08 AM
s

24/2/1401

13/10/1443

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونه ادارې له راغلي پلاوي سره وکتل.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونه ادارې، د اداري پروسو ساده کولو رئیس بریالي ابدالي په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل او په اداري کارونو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې د هغوی خبرې واورېدې.

همدارنګه دواړو خواوو د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو ټينګار وکړ، تر څو په کارونو کې اسانتیاوې رامنځ ته او له نویو میتودونو په استفادې په لږ وخت کې ډېر کارونه تر سره شي.

د یادولو وړ ده، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په دولتي ادارو کې د اداري پروسو ساده کولو پروسه (د ا.ا.ا د کابینې ۱۴ګڼې مصوبې) پر اساس پیل کړې ده.