د لېسانس په کچه د قزاقستان بورسونو اعلان!
Due
-
د قزاقستان حکومت سږکال د طبي څانګو پرته په بېلابېلو څانګو کې د لېسانس په کچه 14 بورسونو اعلان کړي دي.
اړین اسناد:
د ښوونځي شهادت نامه چې د نمرو مجموعه یې ۷۰ سلنه وي لرل. ( د شهادت نامې نه لرلو په صورت کې په انګلیسي ژبه د ښوونځي درې کلنې نمرې چې د ښوونځي، شهادت نامې او نتایجو ریاست لخوا تایید شوې وي، شریکولی شي.)
د پاسپورت او یا بريښنايي پېژند پاڼې لرل. ( هغه داوطلبان چې کاغذي تذکرې لري، لیست به یې په قزاقستان کې د افغانستان سفارت ته واستول شي او که په ازموینه کې شامل نه شول د شکایت حق نه لري.)
ټول هغه داوطلبان چې په شرایطو برابر دي خبر ورکول کېږي، چې د ثبت نام لپاره د لوړو زده کړو وزارت د عمومي پذیریش په تالار کې، د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم ریاست اړوند (۱۵) غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره تشریف راوړي او خپل اسناد تر 1401/3/8 نیټې پورې تکمیل او بیا ځلې وسپاري.
داوطلبان به له ازموینې وروسته بورسونو ته بریالي کېږي او بریالیو کاندیدانو ته به د قزاقستان هېواد له لوري یوه اندازه جیب خرچ، چې د قزاقي محصلینو د معاش برابر وي ورکول کېږي.
او هغه محصلین چې د تحصیل په جریان کې له ۷۰ سلنې کمې نمرې واخلي، یاد مبلغ پیسې نه ورکول کېږي.
همدارنګه د قزاقي لوري په وینا، تنها تحصیلي درس وړیا دی او د لیلې لګښت به له هغه جیب خرچ څخه ورکوي ، چې د قزاقستان هېواد له لوري دوی ته ورکول کېږي او نور لګښتونه په خپله د محصل په غاړه دي.