د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه.

Akmal_admin
Mon, Jun 06 2022 11:57 AM
ی

16 جوزا 1401

1443/11/6

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې ليدنه کي د لوړو زده کړو سرپرست وزير الحاج مولوي عبدالباقي حقاني او ور سره پلاوي، د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال ډاکټر محمد زکريا اميرزاده، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی فيض الله قاضي زاده، د مالي او اداري چارو مرستيال انجينر محمد ناصر نيکزاد، د پوهنځيو رئېسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.

د یادې لیدنې پرمهال د لوړو زده کړو سرپرست وزير الحاج مولوي عبدالباقي حقا ني وویل، '' د ا.ا.ا نظام د تعلیمي او تحصيلي بنسټونو تقويې ته ژمن دی؛ نو راځئ، چې د دې هېواد ځوان نسل ته د اسلامي اصولو او احکامو ښوونه وکړو او د ساينسي علومو په ذریعه عام اولس ته د سهولتونو او اسانتياوو تر ټولو ښه زمينه برابره او چمتو کړو.''

سرپرست وزیر زیاته کړه، '' د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت د هېواد علمي کادرونو ته احترام لري، د جذب له پاره يې معيارونه ثابت دي؛ خو د کادرونو د احترام په خاطر بايد د استخدام په پروسه کي سهولتونه او اسانتیاوې برابرې شي.''

بل لور ته د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال محمد زکریا امیرزاده د یاد پوهنتون اړوند ځیني ستونزې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره شرېکې کړې، چې د ممکنه ستونزو حل کېدو ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS