د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معينت چارو د همغږۍ ناسته د دې وزارت د مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد

Akmal_admin
Tue, Jun 07 2022 9:48 AM
rf

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معينت چارو د همغږۍ ناسته د دې وزارت د مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد په مشرۍ جوړه شوه.

په دې ناسته کې، چې د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه، د تېرې غونډې پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه، ورپسې د اجنډا له مخې د غونډې غړو د کابل پوهنتون د شپې پوهنځيو د يو شمېر محصلينو د تحصيلي فيس په اړه د دوى د شکايتونو، د وزارت د کار کوونکو لپاره د نويو پېژند کارتونو د چاپ او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره او لازم تصميمونه ونېول شول.