د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته ترسره شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې له اجنډا سره سم د شورا غړو د خصوصي تحصیلي بنسټونو غیر مجوزو څانګو څخه د فارغو شوو محصلانو د اسنادو د طی مراحل کولو او ازموینې اخیستلو، د طب پوهنځی لرونکو خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو په اړه، چې له یوه درسي وخت څخه یې په زیاتو کې محصلانو جذب کړي او د کندهار زراعتي او ټکنالوژي ملي پوهنتون (انستو) د ماسټري برخې د ډپیلوم د فارمټ په اړه بحثونه وکړل.
همدارنګه د شورا غړو په مختلفو برخو کې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو پوهنتونونو او مؤسسو د محصلانو د ستونزو او غوښتنو په اړه خبرې او لازمې پرېکړې وکړې.