د ۱۸ پوهنتونونو لپاره د اعاشوي موادو قرارداد د لوړو زده کړو وزارت او د ارزاق تصدۍ دولتي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

nasir_admin
Wed, Jul 06 2022 11:21 AM
DGS

7/12/1443
15/4/1401

د ۱۸ پوهنتونونو لپاره د اعاشوي موادو قرارداد د لوړو زده کړو وزارت او د ارزاق تصدۍ دولتي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې، چې علمي معین او د لوړو زده کړو سرپرست  دوکتور لطف الله خیرخواه ګډون کړی و ویې ویل، دغه شرکت په پام کې لري، چې د 1401 کال لپاره د دولتي پوهنتونونو د 18 لیلیو لپاره اعاشوي(خوراکي) توکي چمتو کړي.

د ارزاق تصدۍ دولتي شرکت رئیس مولوي عبدالرازق رفیع چې د ماليې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، ډاډ ورکړ چې په قرارداد کې د شاملو مادو له مخې به په لیلیو کې د محصلینو لپاره سم خدمتونه وړاندې کړي.