معلوماتې ټکنالوژۍ څلورم ننداټون د لوړوزده کړو په وزارت کې جوړشو

Anonymous (not verified)
Sun, Dec 15 2019 10:27 AM
نمایشگاه

د افغانستان د خلاقیت او نوښت په مرکز کې د معلوماتې ټيکنالوژۍ څلورم نندارتون د لوړو زده کړو وزارت د مقام او رهبرۍ هئيت په حضور کې نن ورځ نندارې ته وړاندې کړای شو.

په دغه نندارتون کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبد التواب بالا کرزي، د محصلینو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بری صدیقي، د لوړو زده کړو وزارت د مقام سلاکار پوهاند محمد عثمان بابري، د معلوماتي ټيکنالوژۍ د خلاقیتونو د مرکز رئیس دوکتور نذیر احمد پیروز، د احصايې او معلوماتو ریاست مرستیال عبدالباري یوسفي،د لومړۍ میرمنې د دفتر رئيسه میرمن زحل امرخیل، د چارو د ادارې د آی ټې رئیس حنیف غرنی او په ولسي جرګه کې د خلکو استازي مسعوده کروخیل ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي ددې نندارتون د جوړیدو څخه د ستاينې په ترڅ کې الیکټرونیکي زده کړې یې د خدمتونو په وړاندې کولو کې د روڼتيا او چټکتیا لامل وبللې.

نمایشگاه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل " د کانکور د ازموینې په برخه کې د ازموينو د ملې ادارې په روښانه لاسته راوړنې، د بورسونو د ازموینو په بهير کې روڼتيا او د نورو بیلابیلو برخو ډیجیټلي کول د ملي یووالي د حکومت د ښو لاسته راوړنو څخه دي."

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د خلاقیت او نوښت را مینځته کولو د مرکز په وسیله د ځوانانو د وړتياوو د نوښت لپاره د معلوماتي ټيکنالوژۍ په برخه کې د پوهنتون دننه رقابت یو ښه فرصت یاد کړ ویې ویل چې په دې توګه سره کیدلی شي وړتیاوې پیدا کړو او نوی نسل زیات خوځښت او کار ته لیواله کړو. د لوړو زده کړو وزیر پکتیا پوهنتون ته د خپل دوه ورځني سفر ته په اشارې سره وویل: " پکتیا پوهنتون کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ په برخه کې نوي بدلونونه تر سترګو کیږي چې هیله بښونکي دي."

د معلوماتي ټيکنالوژۍ د خلاقیتونو د مرکز رئیس ډاکټر نذیر پیروز د څلورمې دورې د نندارتون له جوړولو څخه موخه د آزاد بازار، پوهنتونو او ددې مرکز تر مینځ د پل جوړول وبلل او ویې ویل چې د وروستیو ۱۸ کلونو په ترڅ کې په بیلا بیلو اقتصادي، اداري او تحصیلي برخو کې د نوې ټيکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې سره د پرمختګ ښې زمينې برابرې شوېدي.

نمایشگاه

په دې نندارتون کې د لومړۍ میرمنې د دفتر رئیسې میرمن زحل امرخیل د خپلو خبرو په ترڅ کې نوې ټيکنالوژۍ د پر مختللو ټولنو د ژوند کولو سره تړلې برخه وبلله او زیاته یې کړه سره له دې چې ټيکنالوژي د بشر په ژوند کې آسانتياوې را مینځته کړي دي خو افغانستان د هغو له ګټو څخه په صحیح توګه سره برخمن شوی نه دی او اوس هم یو ډيجيټلي حکومت ته د رسيدلو لپاره زیات کار ته اړتیا شته دی.

نمایشگاه

د خلاقیت او نوښت مرکز د دولتي پوهنتونو د معلوماتي ټيکنالوژۍ د پوهنځیو تر مینځ د یو آزاد رقابت په لاره اچولو سره د ۵۴ پروژو څخه ۲۰ پروژې د خپلو خلاقیتونو د رقابت او نندارې لپاره په دې مرکز کې را ټولې کړېدي.

نمایشگاه

دغه برنامه تر دوو ورځو پورې دوام لري او د رقابتي ۲۰ پروژو له مینځه د ژورې هئيت له لوري ۵ پروژې د برياليو پروژو په عنوان ټاکل کیږي.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS