د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې له بلخ پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

nasir_admin
Thu, Aug 25 2022 6:20 AM
sdfsdgsdg

د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په رهبرۍ، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر روح الله روحاني، د مالي او اداري چارو رئیس عبدالباري خپلواک یې هم ملتیا کوله، د بلخ پوهنتون کې د ۱۴۰۱کال کانکور له لارې د جذب ظرفیت امکانات له نږدې وکتل او د یاد پوهنتون د متخلفو علمي او اداري چارو څارنه او ارزونه یې وکړه.  
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د دغه پوهنتون له مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو سره په یوه ناسته کې، د بلخ پوهنتون د پرمختګ، د اسلامي او افغاني ارزوښتونو مراعاتولو او د لوړو زده کړو وزارت پالیسیو د عملي کولو په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې، چې د یاد پوهنتون د رهبرۍ له لوري ډاډ ورکړل شو.
همدا شان دغه پلاوی به د یاد پوهنتون د مشرتابه، علمي کادر او اداري کارکوونکو وړاندیزونه او غوښتنې په لیکلې بڼه د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ ته استوي؛ تر څو د بلخ پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې شته اړتیاوو ته رسیدنه وشي.