د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ «د تېر کال نیمګړتیاوو په نښه کولو او اصلاح» کمېټې په خپله دویمه ناسته کې د ستونزو حلارې وړاندې کړې.

ameen_admin
Mon, Aug 29 2022 5:22 AM
hgfhfg

یاده کمېټه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په لارښوونه جوړه شوې وه، چې د مرکزي پوهنتونونو مسؤلان او د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر رییسانو یې غړيتوب درلود. 
د یادې کمېټې په ناسته کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو د تېر کال ستونزو له توحید وروسته د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د ستونزو پر حل هر اړخیز بحثونه وشول او لازمې حلارې وړاندې شوې.  
د یادولو وړ ده چې دغه کمېټه به د نهایي پرېکړې په موخه خپل راپور رهبري شورا ته وړاندې کوي.