د سارک همکاریو سازمان په چوکاټ کې د بنګله دېش هېواد د بورسونو خبرتیا!

nasir_admin

Due

-

د بنګله دېش ډاکې پوهنتون د سارک غړو هېوادونو داوطلبانو ته په ماسټري کچه د طبي علومو شپږمې دورې معلولینو متخصصینو لپاره د ۲۰۲۲ـ  ۲۰۲۳ کال کې د تحصیلي بورسونو خبر ورکوي.  
د بورس شرایط:
1.    داوطلبان باید د سارک هېوادونو غړیتوب ولري.
2.    د لېسانس تحصیلي دورې سند درلودل چې د اړوند هېواد د بهرنیو چارو وزارت تائیدي ولري او د تحصیل څانګې یې: ( فیزیوتراپي (Physiotherapy )، حرفوي درملنه (Occupational therapy)، د وینا او ژبې درملنه (Speech and language therapy)، درمل جوړونه (Medicine) نرسنگ (Nursing)، مصنوعي او آرتوت یکس (Prosthetics and orthotics) او یا په روغتیا پورې نورې اړوندې څانګې. 
3.    داوطلبان باید لږ تر لږه په روغتون کې یو کال کاري تجربه ولري. 
د اسنادو وړاندې کول:
1.    د داخلې فورم (اپلېکشن) دریو نسخو تیارول، د بورسیې فورم، د روغتیا وزارت فورم او د بنګله دېش ټولنې د ارامتیا فورم، له تحصیلي اسنادو سره یو ځای چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري تائید شوي وي، د بنګله دېش سفارت او یا یې په هېواد کې عالي کمیسیون ته سپارل.  
2.    لاندې برېښنالیک ته د بهرنیو چارو وزارت تائید شویو اسنادو استول له داخلې فورم (د فورم له اپلېکشن) سره یو ځای: bhpi.mrs@gmail.com
3.    د روغتیا وزارت او یا بنګله دېش ټولنې په ( DGME) بانګ کې د 70$ فیس د ورکړې رسید پاڼې وړاندې کول. البته یاد فیس هغو کسانو ته چې یاد بورس ته بریالی کېږي، بېرته ورکول کېږي.  
د بورسیې د پای نېټه: 
د بورس ورکوونکي هېواد شرایطو ته په کتو د یادو بورسونو نېټه د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر تر ۱۵نېټې پورې ده. 
په شرایطو پوره داوطلبان کولی شي د نوملیکنې د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې وېبپاڼې ته مراجعه وکړي:  
                   

     Webpage: http://crp-bangladesh.org/crp-project/regional-inter-professional-masters-program-rehabilitation-science-funded-saarc

مندرجه سند

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .