د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د دنیا، کاردان، خاتم النبیین او باختر خصوصي پوهنتونونو فوق لیسانس پروګرامونه وارزول.

nasir_admin
Wed, Nov 30 2022 6:04 AM
sfgsdgsdg

د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر سردار ولي صالحي په مشرۍ د څارنې او ارزونې، تضمین کیفیت او اعتبارو ورکونې، داخلي پلټنې او خصوصي محصلانو چارو ریاست رئیسانو او استازو ګډ پلاوي د څلورو کاري ورځو په جریان کې د یادو پوهنتونونو د فوق الېسانس پروګرامونو علمي، تدریسي، اداري او مالي چارې وارزولې.   

نوموړي پلاوي د یادو پروګرامونو د محصلانو لپاره د واجد الشرائط استادانو، تحقیقي مرکزونو، کتابتونونو، منظمو درسي ټولګیو او نورو لازمو امکاناتو د څرنګوالي د کتنې او ارزونې ترڅنګ، د یادو خصوصي پوهنتونونو مسئولینو ته د شته ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او د ټولو ملي او نړیوالو معیارونو د پوره کولو او پاللو سپارښتنه یې ورته وکړه.

نېټه: چهار شنبه
۱۴۴۴/۵/۶هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۹هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۳۰م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر