د ۳۸ تحصيلي څانګو د نصاب جوړونې وروستي پړاو اړوند ورکشاپ جوړ شو

Anonymous (not verified)
Mon, Jan 27 2020 5:24 AM
h

د ۳۸ تحصيلي څانګو د نصابونو د پای ته رسونې په موخه پنځه ورځنی ورکشاپ چې انجنیري، ښوونې او روزنې او کرنې برخو ته شاملیږي، نن ورځ لوړو زده کړو وزارت کې پیل شو.
په دغه ورکشاپ کې د یادو شویو نصابونو د بیا کتنې شاملو کلسټرونو رئیسانو، مرستيالانو او منشیانو ګډون کړی و تر څو د نصابونو په مندرجو متونو، د فارمټونو په یو شان کولو، د مندرجاتو د فهرست تیارولو، او د هغوی په طرحه او ډیزائن باندې بشپړ مرور وکړي او چاپ او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په دغه پروګرام کې له ګډون کوونکو استادانو څخه د مننې په وړاندې کولو سره له هغوی وغوښتل چې د یادو شویو نصابونو پای ته رسونې په مرحله کې له زیاتې ځيرکتیا څخه کار واخلي.
پوهنمل بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت د هڅو او د تحصيلي نصابونو په بیا کتنې کې د شاملو استادانو له زحمتونو څخه په یادولو سره وویل چې د نصاب جوړولو بهیر یو دوامداره کار دی او تاثیرات به یې په اوږدمهاله توکه محسوس شي.
نوموړي د پوهنتونو له استادانو او مسوولينو وغوښتل چې د نویو نصابونو په تړاو محصیلنو ته پوهاوی ورکړي او د تدریس او زده کړې په ښه والي کې د هغوی د تاثیراتو په اړه او دا چې تر کومه حده د هغوی اړتیاوو ته ځواب ویونکي دي بحثونه په لاره واچوي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د نصاب د بیا کتنې په ورکشاپونو کې د اړوندو ادارو په کار پوهو او مسلکي غړو په برخه اخیستلو ټینګار وکړ او د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې د اړوندو ادارو د ماهرو غړو یو ډیتابیس چمتو کړي تر څو په نورو پروګرامونو کې له هغه څخه ګټه پورته کړي.

h

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس پوهنمل خواجه زبير احمد صدیقي د نصاب د بیا کتنې په برخه کې په روان کال کې د تر سره شویو کارونو په اړوند معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په دغه ورکشاپ کې به د انجنیرۍ په ۲۰ څانګو، د ښوونې او روزنې په ۸ څانګو او د کرنې په ۱۰ څانګو باندې چې مخکې بازنګري شوې وې، یو بشپړه بیا کتنه صورت ونیسي او دغه نصابونه به چاپ ته آماده شي.

h
د صدیقي په وینا د ۱۳۹۸ کال له پيله په ۷۴ تحصیلي څانګو باندې کار تر سره شوی دی چې د حقوقو، سیاسي علومو او شرعیاتو د ۵ څانګو، نصاب تکمیل او چاپ شوی دی، ټاکل شوې دغه نصابونه په راتلونکي تحصيلي کال کې په خصوصي او دولتي پوهنتونو کې پلي شي.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS