د افغانستان د سیاحتي جاذبو (ګرځندویانو) ملي کنفرانس

د وخت تمدید !
(د افغانستان د ګرځندویانو ملي کنفرانس) لپاره د علمي مقالو د منلو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۲ کال قوس میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې غځول شوې ده.
د کنفرانس د دایریدو وخت: د روان کال حوت ماشتې ۱۳ نېټې څخه تر ۱۵ نېټې پورې.
د کنفرانس ځای: بدخشان پوهنتون.
یادونه:
د کنفرانس لپاره منل شوي علمي مقالې به د بدخشان پوهنتون په مالي لګښت په یو نړیوال ژورنال کې خپرې شي.
همدارنګه منل شویو مقالو لپاره فیس په پام کې نیول شوی او څېړنکو او استادانو د سفر لګښتونه ورکول کیږي.
د کنفرانس موخې:
ـ په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت پراختیا.
ـ د افغانستان د لرغونو سیمو او سیاحتي ځایونو پیژندنه.
ـ په هېواد کې د ګرځندوی وضعیت ښه کولو لپاره اړین فرصتونه، اسانتیاوې او سرچینې پېژندل.
استادان او څېړونکي کولای شي خپلې مقالې د یادې نېټې تر پایې پورې لاندې ادرسونو ته ولېږي.
• Bdk.cnf@badakhshan.edu.af
• Cnf-bdkh@badakhshan.edu.af
badakh.university@gmail.com
د اړیکو شمېرې : ۰۷۹۷۴۷۱۳۹۳ - ۰۷۸۸۲۰۹۰۶۷