د لوړو زده کړو وزارت مرکز او ټولو امارتي تحصیلي بنسټونو مالي او تدارکاتي چارو مسؤلینو لپاره پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. 

ameen_admin
Mon, Feb 19 2024 4:23 AM
kjksfdjdsf


په یاد ورکشاپ کې د مرکزي ادارو او د امارتي تحصیلي بنسټونو رئیسانو، مرستیالانو، د مرکز او تحصیلي بنسټونو د مالي او تدارکاتي چارو کارکوونکو ته د استادانو او متخصصینو له لوري د عامه بودیجې، مالي سیاستونو، تدارکاتي پړاوونو، تدارکاتي پلان جوړونې، معیاري فورمو، د داوطلبۍ پروسو او دېته ورته نورو موضوعاتو په اړه روزنه ورکړل شوه. 
د ورکشاپ ګډونوالو په وینا؛ په تېرو پنځو وروځو کې مو د خپلې دندې اړوند ډېر مهارتونه تر لاسه کړل، چې په عملي کولو سره به یې د تحصیلي نظام په مالي او تدارکاتې چارو کې روڼتیا او چټکتیا رامنځ ته شي. 
همدارنګه په دغه ورکشاپ کې د شیوخ کرامو له لوري اصلاحي بیانونه وشول او د بیت المال پر ارزښت یې خبرې وکړې. 
دغه راز د یاد ورکشاپ په پنځمه ورځ په تحصیلي بنسټونو کې د علمي او محصلانو چارو اړوند پر ستونزو او د هغو پر حلارو خبرې وشوې او په دې برخو کې د وزارت مرکزي ادارو او دویمي واحدونو تر منځ د لا ډېرې همغږۍ پر رامنځ ته کولو ټينګار وشو. 
په پای کې د لوړو زده کړو وزیر او مشرتابه پلاوي له ټولو ګډونوالو څخه د مننې تر څنګ، د چارو د غوره والي په پار لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. 

Latest news

Wed, Mar 12 2025 8:08 AM
Background image

A bilateral cooperation agreement signed between the Ministry of Higher Education and the Ministry of Agriculture, Irrigation, and Livestock


The purpose of signing this agreement is to share research experiences and provide practical work opportunities for the students of educational institutions.
The signing ceremony of. . .

BACK TO NEWS