د  هرات پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

ameen_admin
سبت, مارس 23 2024 7:47 صباحا
هیسنبتسینتبسی

Closing Date


هرات پوهنتون دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د  ټولنیزو علومو  پوهنځی؛
•    د سیاحت او لرغونپوهنې ډیپارټمنټ (۳) بسته.

داوطلبان کولای شي، چې د ۴/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۷/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.