د کابل پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

eshaq_admin
اثنين, أبريل 08 2024 6:22 صباحا
rtfgfgfg

Closing Date

کابل پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د انجنیري پوهنځی؛
•    طرحه او ښاري برنامې ډيپارټمنټ (۱) بست.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی؛
•     عربي ژبې ډيپارټمنټ (۲) بسته.

داوطلبان کولای شي، چې د ۱۹/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر  ۱۰/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.