د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
![dsfdsfsdfsd](/sites/default/files/2024-05/5_10_62.jpg)
Closing Date
کابل پولي تخنیک پوهنتون درېیم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د کمپیوټرساینس پوهنځی؛
• کمپیوټر انجنیري ډیپارټمنټ (د الکترونیکس او کمپيوټر انجنيري تحصیلي رشته) (۳) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۸/۳/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۸ /۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
![dsfdssdf](/sites/default/files/inline-images/WhatsApp%20Image%202024-05-29%20at%208.40.24%20AM_0.jpeg)