لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۳هـ.ش کال کانکور ۱۰ غوره ګډونوال وستایل.

ameen_admin
خميس, يوليو 25 2024 3:58 صباحا
dgfdfgffd


په یاده ستاینغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کانکور غوره ګډونوالو ته د مبارکۍ تر څنګ، د هغوی له کورنیو، استادانو او ملاتړ کوونکو څخه مننه وکړه.
نوموړي یادو محصلینو ته په خطاب کې وویل: «تاسو د دې هېواد بچیان او ظرفیتونه یاست، په ټولنه کې لوړ مقام او ارزښت لرئ، د خپل مقام او علم حفاظت وکړئ او خپلو زده کړو ته متوجه شئ.»
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل، بهرنیان هڅه کوي، زموږ له هېواده بشري ځواک، علمي کادرونه او ظرفیتونه وباسي، نوموړي محصلینو ته وویل چې بهرنیان مو ونه غولوي او په ظاهري ژمنو يې مه تېر وځئ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ۱۴۰۳کال کانکور بریالیو ګډونوالو سره ژمنه وکړه چې د معیاري لوړو زده کړو زمینه به ورته برابروي او په ازموینه کې له پاتې ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې ناهیلي نه شي او د راتلونکي کال کانکور لپاره تیاری ونیسي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت حقوقي سلاکار او د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ عبدالله سیحان وویل، ځوانان د ټولنې مسیر ټاکي او کله چې ځوانان سم مسیر ته برابر شي ټولنه د سم مسیر پر لور بیايي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د انسجام او همغږۍ رئیس قاضي کلیم الله محمدي، د امارتي محصلانو رئیس استاد حامد یعقوبي، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي مرستیال دوکتور رفیع الله عطاء او نورو ویناوالو د کانکور غوره ګډونوالو هڅې وستایلې او هغوی یې خپلو درسونو ته وهڅول.
د یادونې وړ ده چې د ستاینغونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو د ۱۴۰۳ کال کانکور ۱۰غوره ګډونوالو ته یو یو لپټاپ کمیپوټر ډالۍ کړ.

Latest news

اثنين, يوليو 01 2024 4:53 صباحا
Background image

التقى  وزير التعليم العالي بالنیابة مع رئیس المؤسسة العالمیة( جينواكال) في مكتبه.


في البداية رحب  شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم وزير التعليم العالي بالنیابة برئيس المؤسسة العالمیة (جینواکال)والوفد المرافق معه، وشکرهم من أجل  تقدیم الندوة للأساتذة في محافظات. . .

أحد, يونيو 30 2024 12:20 مساء
Background image

التقى  وزير التعليم العالي بالنیابة مع سفير اليابان في مکتبه.            

                         
وخلال الزيارة المذکورة أبلغ السفير الياباني (تاكويوشي كورمايا) وزير التعليم العالي بالنیابة عن أنشطته في أفغانستان، وقال إنه زار مقاطعات قندهار وهرات وننجرهار،. . .

أربعاء, يونيو 12 2024 6:04 صباحا
Background image

ألقى وزیر وزارة التعلیم العالي بالنیابة الخطاب في الاجتماع العالمي الثاني لوزراء التعلیم،والتعليم العالي في الاتحاد الروسي،

وکان هدف هذا الاجتماع التعاون العلمي بين الدول الأعضاء وإنشاء برامج الأكاديمية  في المستقبل،والاستفادة من تجارب بعضها البعض ومكافحة المشاكل الموجودة في المجال العلمي، وفي هذا المجلس،. . .

BACK TO NEWS