داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

ameen_admin
ksdfjklsdjklf

Publish Date

Closing Date


عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کرنې پوهنځي لابراتواري وسایلو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-103  
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کرنې پوهنځي لابراتواري وسایلو تهیه او تدارک پروژه پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {28/12/1402} نېټې د دوشنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ په بڼه (460,000) څلورسوه شپېته زره افغانيو په اندازه وړاندې کېږي. 
د افر خلاصولو غوڼده به د {28/12/1402} نېټې دوشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.   
د اړیکو شمېره:0202514078
برېښنا لیک: Rohullah.mowahid2021@gmail.com  
یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د 17/12/1402 نېټې شنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.