په کندهار پوهنتون کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ پاتې چارې پیل شوې 

naser_admin
Sat, Feb 01 2025 10:03 AM
5465132000000

د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت په کندهار پوهنتون کې د ٧.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ د پاتې چارو او همدارنګه د یاد پوهنځي محصلینو د عملي کارونو ترسره کولو او موډلونو نندارې ته وړاندې کولو په موخه مناسب ځای د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستي پر مهال د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي د ا.ا.ا له مشرانو او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت څخه مننه وکړه، چې تحصیلي ادارو ته ډېره پاملرنه کوي.

هغه همدار زیاته کړه چې د انجنیري پوهنځي ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو تر څنګ یو پارک، چې د دغه پوهنځي د بېلا بېلو څانګو محصلین به پکې عملي کارونه ترسره کوي او موډلونه به پکې نندارې ته وړاندې کوي، هم جوړیږي چې دوې فوارې، چمن او ګلدانونه به ولري.

نېټه: شنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د شعبان ۲مه
۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۱۳مه
 ۲۰۲۵ م د فبروري لومړۍ

Latest news

Wed, Mar 12 2025 8:08 AM
Background image

A bilateral cooperation agreement signed between the Ministry of Higher Education and the Ministry of Agriculture, Irrigation, and Livestock


The purpose of signing this agreement is to share research experiences and provide practical work opportunities for the students of educational institutions.
The signing ceremony of. . .

BACK TO NEWS