په کندهار پوهنتون کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ پاتې چارې پیل شوې 

naser_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۳
5465132000000

د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت په کندهار پوهنتون کې د ٧.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ د پاتې چارو او همدارنګه د یاد پوهنځي محصلینو د عملي کارونو ترسره کولو او موډلونو نندارې ته وړاندې کولو په موخه مناسب ځای د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستي پر مهال د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي د ا.ا.ا له مشرانو او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت څخه مننه وکړه، چې تحصیلي ادارو ته ډېره پاملرنه کوي.

هغه همدار زیاته کړه چې د انجنیري پوهنځي ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو تر څنګ یو پارک، چې د دغه پوهنځي د بېلا بېلو څانګو محصلین به پکې عملي کارونه ترسره کوي او موډلونه به پکې نندارې ته وړاندې کوي، هم جوړیږي چې دوې فوارې، چمن او ګلدانونه به ولري.

نېټه: شنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د شعبان ۲مه
۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۱۳مه
 ۲۰۲۵ م د فبروري لومړۍ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۶:۳
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شیخ زاید پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته د وینا تر څنګ، په دغه پوهنتون کې دوې لویې پروژې پرانیستې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي جنوب ختیځ زون ته د خپل رسمي سفر پر دوام په شیخ زاید پوهنتون کې یوې ستري غونډې ته، چې د خوست ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د شيخ زايد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۶:۴۲
Background image

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی نن ورځ د کندهار پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنک د یاد پوهنتون رهبري، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته په یوه لویه غونډه کې وینا وکړه

 

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه نن ورځ وروسته له غرمې د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او په لومړي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۷:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر  پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون او همدارنګه د عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې له رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون او همدارنګه د عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې له رهبري،. . .

BACK TO NEWS