د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس په درېیمه ورځ د څېړونکو استادانو له لوري ۳۶ مقالې وړاندې شوې

naser_admin
Wed, Apr 23 2025 4:49 PM
Sedcgjjnnkl

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري د (اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په درېیمه ورځ یې د شرعیاتو پوهنځیو او اسلامي ثقافت استادانو او څېړونکو له لوري په درې بېلا بېلو تالارونو کې ۳۶ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې.

 

په دغو مقالو کې نږدې د ژوند د هرې برخې په اړه د اسلامي ثقافت د څېړل شویو اغېزو لنډیزونه، پر وړاندې یې پرتې ستونزې او حلارې او په فردي او ټولنیز ژوند کې د اسلامي ثقافت اړتیاوې وړاندې شوې، چې د ګډونوالو او څېړونکو تر منځ پکې مناقشه، پوښتنې او ځوابونه وویل شول.

 

همدارنګه اسلامي ثقافت د ژوند ټولو خواوو ته د اسانه او ګټورو موخو د ټاکلو اصلي سرچینه او د مسلمانانو د قضایاو د حل مرجع یاده شوه.

 

 د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس کې د هېواد د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو او د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو رییس صاحبان، د تحصیلي نهادونو د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان او د دعوت او ارشاد مسوولین ګډون لري، چې په څلور ورځو کې به یې په مجموعي ډول شاوخوا ۱۱۴ علمي څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

 

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د شوال المکرم ۲۵ مه

۱۴۰۴ هـ.ش د مرغومې ۳ مه

۲۰۲۵ م د اپرېل ۲۳ مه

Latest news

BACK TO NEWS