د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس په درېیمه ورځ د څېړونکو استادانو له لوري ۳۶ مقالې وړاندې شوې

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۴۹
Sedcgjjnnkl

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري د (اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په درېیمه ورځ یې د شرعیاتو پوهنځیو او اسلامي ثقافت استادانو او څېړونکو له لوري په درې بېلا بېلو تالارونو کې ۳۶ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې.

 

په دغو مقالو کې نږدې د ژوند د هرې برخې په اړه د اسلامي ثقافت د څېړل شویو اغېزو لنډیزونه، پر وړاندې یې پرتې ستونزې او حلارې او په فردي او ټولنیز ژوند کې د اسلامي ثقافت اړتیاوې وړاندې شوې، چې د ګډونوالو او څېړونکو تر منځ پکې مناقشه، پوښتنې او ځوابونه وویل شول.

 

همدارنګه اسلامي ثقافت د ژوند ټولو خواوو ته د اسانه او ګټورو موخو د ټاکلو اصلي سرچینه او د مسلمانانو د قضایاو د حل مرجع یاده شوه.

 

 د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس کې د هېواد د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو او د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو رییس صاحبان، د تحصیلي نهادونو د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان او د دعوت او ارشاد مسوولین ګډون لري، چې په څلور ورځو کې به یې په مجموعي ډول شاوخوا ۱۱۴ علمي څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

 

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د شوال المکرم ۲۵ مه

۱۴۰۴ هـ.ش د مرغومې ۳ مه

۲۰۲۵ م د اپرېل ۲۳ مه

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۶:۵۵
Background image

په پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه کې د یو محراب مسجد د جوړولو ډبره کېښودل شوه

 

په پکتیکا لوړو زده کړو موسسه کې د پکتیکا ولایت ارشاد، حج او اوقافو ریاست سره په همغږۍ، د یو محراب مسجد جوړولو د بنسټ ډبره، چې په مراسمو کې یې د پکتیکا ولایت محترم والي مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۶:۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت ځانګړې رهبري شورا ناسته د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس څنډه کې، په کندهار پوهنتون کې ترسره شوه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ د یاد وزارت رهبري شورا ناسته کې د مرکزي ادارو رییسانو تر څنګ، د امارتي تحصیلي نهادونو رییسانو هم ګډون درلود. . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس په درېیمه ورځ د څېړونکو استادانو له لوري ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري د (اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په درېیمه ورځ یې د شرعیاتو پوهنځیو او اسلامي. . .

BACK TO NEWS