په پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه کې د یو محراب مسجد د جوړولو ډبره کېښودل شوه

په پکتیکا لوړو زده کړو موسسه کې د پکتیکا ولایت ارشاد، حج او اوقافو ریاست سره په همغږۍ، د یو محراب مسجد جوړولو د بنسټ ډبره، چې په مراسمو کې یې د پکتیکا ولایت محترم والي مولوي عبدالخالق عابد، د ارشاد، حج او اوقافو رییس او د یادې موسسې مشرتابه پلاوي ګډون درلود، کېښودل شوه.
یاد مسجد په یوه وخت کې د سلګونه لمونځ کوونکو ظرفیت لري او ډېر ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې دغه مسجد د هغو شپږ بابه مسجدونو له جملې څخه دی چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د لطف او شفقت له مخې په پکتیکا ولایت کې د ۳۱ میلیونه او ۱۷۰ زره افغانیو په ارزښت جوړیږي او بودیجه یې د ارشاد، حج اواوقافو وزارت له لوري ورکول کېږي.
نېټه چهارشنبه:
۱۴۴۶ هـ.ق شوال المکرم ۲۵ مه
۱۴۰۴ هـ.ش ثور ۳ مه
۲۰۲۵ م اپریل ۲۳ مه