د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلانو په فراعتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

naser_admin
Sat, Jul 05 2025 3:59 PM
Usjxjbdwjosodk

 

په کندهار پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کندهار پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو د امارتي ادارو یو شمېر استازو او د فارغانو د کورنیو غړو ګډون کړی و. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شيخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغو شویو محصلینو ته وویل، چې تاسو یو مهم پړاو پای ته ورساوه، خو خپلې زده ‌کړې ونه دروئ، زده کړو ته دوام ورکړئ او خپل راتلونکی لا روښانه کړئ.

 

محترم شیخ صاحب زیاته کړه: «دغه سند چې نن تاسو تر لاسه کوئ، دا ستاسو د څلورو کلونو د زحمت یو امانت دی، هڅه وکړئ چې د دې امانت حق ادا کړئ او د خپلې ټولنې، دین او خپل هېواد لپاره یې د خدمت وسیله وګرځوئ.» 

 

ورپسې د کندهار پوهنتون رییس محترم الحاج شیخ عبدالرحمن طیبي، د تېر څلور کلن نظم، د استادانو زحمتونو او د محصلانو د ښه زحمت ستاینه وکړه.

 

د یادونې وړ ده چې د کندهار پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۲۰ تنه کسان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

نېټه: شنبه

۱۴۴۷ هـ.ق د محرم الحرام ۹ مه

 ۱۴۰۴ هـ.ش د چنګاښ ۱۴ مه

۲۰۲۵ م د جولای ۵

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

BACK TO NEWS