د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

naser_admin
Thu, Aug 07 2025 1:55 PM
Ddrfghjkkbh

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او وینا تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

 

په غزني پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سربېره د ا.ا.ا استخباراتو لوی ریاست رئیس، د ماليې وزارت سرپرست وزیر، د غزني ولایت والي، د جهادي مدرسې مهتمم، د ولایتي ادارې مسؤلینو، علماء کرامو، سپین ږیرو، استادانو، محصلینو او د محصلینو د کورنیو غړو ګډون کړی و. 

 

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محصلینو ته وویل چې د نورو ډلو د مفکورو تر اغېزې لاندې رانشي، خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او په لېسانس زده کړو اکتفاء ونکړي. 

 

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د فوق لېسانس زده کړو متخصصینو او غوره فکر لرونکو ځوانانو ته اړتیا لري او له محصلینو یې وغوښتل چې خپلو زده کړو ته متوجه شي. 

 

همدارنګه د ا.ا.ا د استخباراتو لوی ریاست رئیس ملا عبدالحق وثیق، د ماليې سرپرست وزیر ملا محمد ناصر اخند او د غزني ولایت والي ملا عبدالصمد جاوید په خپلو خبرو کې فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، هغوی لا نورو لوړو زده کړو ته وهڅول. 

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون، غزني ولایتي ادارې مسؤلینو او نورو مشرانو په ملتیا، په غزني پوهنتون کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د لیلیې تجهیزاتو پروژه، چې البسه، چپرکټونه او نور اړین وسایل پکې شامل دي او د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لیلیې خوړنځای پروژه له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارلې او همدا راز د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د څېړنیز فارم د جوړېدو پروژه افتتاح کړه. 

نټه: پنجشنبه

۱۴۴۷هـ.ق، د صفرالمظفر ۱۳مه

۱۴۰۴هـ.ش، د زمري ۱۶مه

۲۰۲۵م، د اګېسټ ۷مه

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS