د هندوستان هېواد د ويشواکرما پوهنتون د ماسټرۍ بورس خبرتیا
Due
-
د هندوستان هیواد د ویشواکرما پوهنتون د معلوماتي تکنالوژي انستيتيوت د دوو سيټونو بورسيو چې يو ليسانس او بل هم د ماسټرۍ دی، د فيس په (۱۰۰) سلنې تخفیف سره د ورکړې خبر ورکړی دی او د په شرایطو برابرو کسانو د ور پېژندنې غوښتنه يې کړې ده، خو په ټينګار سره بايد وويل شي چې نور لګښتونه لکه، اوسېدل، ويزه، خوراک او څښاک، د تګ او راتګ لګښتونه د محصل پر غاړه دي.
د بورسونو شرایط :
- د غوښتونکي د ښوونځې د وروستې کال د نومرو سلنه باید ۶۵ وي.
- الکترونیکي پاسپورټ ولري.
- تحصیلي څانګې له دې خبرتیا سره په ضمیمه شوو پاڼو کې يادې شوې دي.
نو هغه غوښتونکي چې د یادو بورسونو د نوم لیکنې مینوال وی کولای شي، له خپلو اصلي تعلیمي سندونو شهادتنامه او د تابعیت له تذکرې سره د ۱۳۹۹/۹/۳۰ نېټې مخکې چې د ۲۰۲۰ ميلادي د ډسمبر له ۲۰ سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش عمومي ۲۱مې شمېري غرفې ته ورشي.