د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د روسيې فدراتیف هېواد د 2023- 2024 کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

nasir_admin

Due

-

په افغانستان کې د روسيې فدراسیون سفارت د ملي کادرونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د مرستې په موخه، د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې 500 سيټه بورسونه وړاندې کوي، د روسيې په تحصيلي بنسټونو کې د تحصيل لپاره د افغان ځوانانو د قبلولو په موخه د 2023-2024  تحصیلي کال لپاره د لوړو زده کړو او د فوق العاده لوړو زده کړو پروګرامونو له مخې د افغانستان لپاره ځانګړي شوي. 
د بورسونو شرايط:
1-    د پاسپورټ درلودل، چې روسيې هېواد ته د داخلېدلو په وخت کې لږ تر لږه یو نیم کال د اعتبار موده ولري.

2-    د لګښتونو تادیه کولو له ډلې ( د تحصیل تر ځایه د ټرانسپورټ لګښت، صحي بېمه، د خوړو لګښت، هستوګنځای) بورسونو ته د نوماندانو په غاړه دي.
3-    د روسيې د نافذه قوانينو له مخې، د بهرنیو محصلينو لپاره د تحصيل په جریان کې کومکي(مدد) معاش ورکول کېږي او همدا راز دوی ته د روسي اتباعو لپاره د ټاکل شویو شرایطو سره سم د تحصيلي مؤسسو په ليليو کې د اوسېدو اسانتیاوې هم ورکول کېږي.
پورته یادو شوو بورسونو ته په شرايطو برابر شایقین  کولای شي، چې د روان میلادي کال د نومبر تر ۳۰ مې نېټې پورې په education-in-russia.com)  ) سايټ کې نوم ليکنه وکړي، د اړتیا وړ اسنادو لیست  او د اسنادو ډکولو شرایط، د نوم لېکنې او راجستریشن قدم په قدم لارښود په دغه سايټ کې د لاسرسي وړ دی.
د اړتیا وړ اسنادو د پوره کولو او ډکولو وروسته، په شرایطو برابر نوماندان دي، د نوم ليکنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت د بهرینو اړيکو ریاست ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د بهرنیو محصلينو وروستۍ یا نهايي ټاکنه د لوړو زده کړو وزارت او روسيې علومو او د دغه هېواد د لوړو زده کړو مؤسسو شرکت له لوري ترسره کېږي.

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .