د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ختیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له محصلینو سره ناسته وکړه. 

nasir_admin
Wed, Dec 07 2022 1:19 PM
Dhjjkooppojhvv

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد زون له محصلینو سره په ناسته کې هغوی یووالي ته راووبلل او ترې ویې غوښتل چې د خپل مسلک او پوهې له لارې خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي. نوموړي محصلینو ته په خطاب کې وویل چې د هېواد راتلونکی جوړول او د بهرنیانو له احتیاج څخه یې رایستل ستاسو مسؤلیت دی او د دې مسؤلیت د اداء کولو لپاره په خپلو درسونو کې هڅو ته اړتیا ده.  

 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محصلین د غرب فکري جګړې او دسیسو ته متوجه کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خپل نظام د ټینګښت لپاره کار وکړي او د پردیو د دسیسو ښکار نه شي. دغه راز له محصلینو یې وغوښتل چې د غرب د تبلیغاتي جکړې پر وړاندې په مبارزه کې له خپلو ټولنیزو رسنیو کار واخلي او هغوی پرېنږدي چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي.  

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان سره به د محصلینو او استادانو د ستونزو د حل هڅه کوي او له شته امکاناتو په استفادې به د غوره درسي چاپېریال زمینه ورته برابره کړي. 

 

نېټه: چهار شنبه

۱۴۴۴/۵/۱۳هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱۶.ش ۲۰۲۲/۱۲/۷م 

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS