د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ختیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له محصلینو سره ناسته وکړه. 

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۳:۱۹
Dhjjkooppojhvv

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد زون له محصلینو سره په ناسته کې هغوی یووالي ته راووبلل او ترې ویې غوښتل چې د خپل مسلک او پوهې له لارې خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي. نوموړي محصلینو ته په خطاب کې وویل چې د هېواد راتلونکی جوړول او د بهرنیانو له احتیاج څخه یې رایستل ستاسو مسؤلیت دی او د دې مسؤلیت د اداء کولو لپاره په خپلو درسونو کې هڅو ته اړتیا ده.  

 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محصلین د غرب فکري جګړې او دسیسو ته متوجه کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خپل نظام د ټینګښت لپاره کار وکړي او د پردیو د دسیسو ښکار نه شي. دغه راز له محصلینو یې وغوښتل چې د غرب د تبلیغاتي جکړې پر وړاندې په مبارزه کې له خپلو ټولنیزو رسنیو کار واخلي او هغوی پرېنږدي چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي.  

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان سره به د محصلینو او استادانو د ستونزو د حل هڅه کوي او له شته امکاناتو په استفادې به د غوره درسي چاپېریال زمینه ورته برابره کړي. 

 

نېټه: چهار شنبه

۱۴۴۴/۵/۱۳هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱۶.ش ۲۰۲۲/۱۲/۷م 

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۰:۰
Background image

د دیني علماء کرامو د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې او ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست غواړي چې د دیني علماء کرامو د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه له ټولو هغو علماء کرامو څخه چې په وزارتونو، مستقلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د تبدیلیو بهیر پای ته رسېدو اړوند د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا


د امارتي تحصیلي بنسټونو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د روان ۱۴۰۲هـ.ش کال په (جدي او دلو) میاشتو کې د تبدیلیو پیل شوي بهیر موده رسماً پای ته رسېدلې ده. 
نو له ټولو درنو محصلینو . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره د امنيتي کمرو او . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۷:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او مل پلاوي د هرات ولایت له جامي خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د دغه پوهنتون بېلابېلې برخې یې وارزولې.


د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او مل پلاوي هرات ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون د بېلابېلو برخو نظارت او ارزونه وکړه. 
په دې لیدنه کې علمي معین. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۰:۲۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هرات پوهنتون د سړکونو چوک جوړونې پروژه پرانیسته.


د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هرات ولایت ته په خپل رسمي سفر  کې، په داسې حال کې چې د هرات پوهنتون سرپرست رئيس او مشرتابه پلاوي هم حضور درلود، د هرات پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۶:۳۲
Background image

د کابل پولیتخنیک پوهنتون او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچينو ریاست له خوا جوړ شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسید.


په دغه روزنیز ورکشاپ کې چې د یادو پوهنتونونو ۵۲ تنو کارکوونکو ګډون کړی وو، د پلان جوړونې او د اداري چارو د پرمختګ په برخه کې د کمپیوټري مهارتونو د زده کړې په اړه زده کړه ورکړل شوه. 
د. . .

BACK TO NEWS