خبرتیا !

nasir_admin

Due

-

د برونای هېواد د تحصيل په بېلابېلو لېسانس او ماسټرۍ برخو کې د یاد هېواد پنځه معتبرو پوهنتونونو کې د ۲۰۲۳/۲۰۲۴ کالونو لپاره د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر وکړی دی:
•    Universiti Brunei Darussalam (UBD)
•    Universiti Islam Sultan Sharif Ali (UNISSA)
•    Universiti Teknologi Brunei (UTB)
•    Kolej Universiti Perguruan Ugama Seri Begawan (KUPU SB)
•    Politeknik Brunei (PB) 
د اړتیا وړ اسناد:
- د ښوونځي شهادت نامه  درلودل چې درې کلنو نمرو کې کم تر کمه ۷۰ سلنه فيصدي ولري( د لېسانس دورې نوماندانو لپاره)
- ديپلوم او ټرانسکريپټ درلودل چې د تحصيل په دوره کې کم تر کمه ۶۵ سلنه فيصدي ولري( د ماسټرۍ دورې نوماندانو لپاره)
-  پاسپورټ درلودل. 
هغه کسان چې غواړي يادو بورسونو ته نوم ليکنه وکړي، د نوم ليکنې فورمې د ترلاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت عمومي پذيرش دفتر (۱۵) شمېرې غرفې ته دې مراجعه وکړي او د لا زیاتو معلوماتو او آنلاين ( پر ليکه) نوم ليکنې لپاره https://www.mfa.gov.bn/online-bdgs ويب سايټ ته مراجعه وکړي او خپل تکمیل شوي اسناد تر ۱۴۴۴/۷ / ۹ چې د ۱۴۰۱/دلو/ ۱۱مې نېټې سره سمون خوري د پورته ذکر شوې غرفې مسؤل ته وسپاري.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۵:۴۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصميم نېونې خبرتیا!

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (43) مادې د (2) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د وزارت مرکزي دفترونو لپاره د اړتیا وړ د ټکنالوژي وسایلو د تهیه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۱:۱۸
Background image

خبرتیا !

دلوړو زده کرو وزارت اړوند د عبدالله بن مسعود(رض) جامعه په پام کې لري، چی د (۱۴۰۲)لمریز کال تخصص فی الافتاء والقضاء څانګې لپاره نوي فاضلان جذب کړي.
علاقمندان کولای شي له چهارشنبه (۲۰/۲ . . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۵:۵۳
Background image

د هېواد پوهنتونونو د فوق لېسانس برنامو انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا لومړي پړاو کلستر خبرتيا !

د وزارتونو او دولتي او خصوصي پوهنتونونو هغه علمي کادري غړو کوم چې د ګډون کونکو په نوملړ کې شامل دي، د هېواد پوهنتونونو د فوق لېسانس برنامو انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو تحصيلي نصاب بیاکتنې او . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۵:۱۹
Background image

د لېسانس په برخه کې د قزاقستان هېواد (۱۶) سيټه تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان هېواد د رسمي مکتوب پر بنسټ لاندې شرایطو سره د لیسانس دورې لپاره د تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی:

د اړتیا وړ اسناد:
• لږ تر . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۸:۳۴
Background image

خبرتیا !

د افغانستانو اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د محترم مقام په کابل کې د ترکيې هېواد سفارت د رسمي یادښت پر بنسټ په ترکيه هېواد کې په شخصي لګښت د محصلينو او تحصيلي داوطلبانو منلو لپاره  د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۸:۳۲
Background image

خبرتیا !

د برونای هېواد د تحصيل په بېلابېلو لېسانس او ماسټرۍ برخو کې د یاد هېواد پنځه معتبرو پوهنتونونو کې د ۲۰۲۳/۲۰۲۴ کالونو لپاره د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر وکړی دی:
•    Universiti Brunei . . .