داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د څيړنې، تاليف او ژباړې ریاست لپاره د پليجريزم، Chat-GPTاو ګرامري اکاونټونو خريدارۍ پروژه!
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/NC-02
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د څيړنې، تاليف او ژباړې ریاست لپاره د پليجريزم، Chat-GPTاو ګرامري اکاونټونو خريدارۍ پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {02/27/1403} نېټې د پنجشنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ په بڼه (1,000,000) یو ميليون افغانيو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر ضمانت بايد ۲۸ ورځې زيات د افر د باور له نېټې څخه وي، يعني د افر د پرانيستې څخه ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
د افر خلاصولو غوڼده به د {27/02/1403} نېټې پنجشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.
د اړیکو شمېره:0202514078
برېښنا لیک: saririnasrat90@gamail.com
یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د 17/02/1402 نېټې شنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د توکو او خدمتونو تدارکاتو امریت کې دايرېږي.