داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون نوي کمپس د اوبو رسولو او برښنا ساختماني برخو بنسټيزه بیارغونه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/ W-01
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون نوي کمپس د اوبو رسولو او برښنا ساختماني برخو بنسټيزه بیارغونې پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {19 میزان 1402} نېټې د چهارشنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (800000) اته سوه زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي او د افر خلاصولو غونډه په یاده نېټه د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په تالار کې ترسره کېږي.
یادونه! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د به د {8 میزان 1402} نېټې شنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د ساختماني تدارکاتو امريت کې دايرېږي.