د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د پکتيا ولایت عبدالله بن مبارک (رح) جامعې تخصصاتو ریاست لپاره د احاطې دیوال، ليليې ودانۍ بنسټیزې بیا رغونې، د فرش او فرنيچرباب پروژې د ( MOHE/1402/NCB/W-01 ) داوطلبۍ شمېرې قرارداد، د انجنیر حليم حميدي ساختماني شرکت ته، چې د (D-72650) شمېره جواز درلودونکی دی. د لغمان ـ مهترلام ښار، محبت مارکيټ دویم پوړ کې موقعيت لري، په (8000000) افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.