د لوړو زده کړو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو تر منځ څلور بېلا بېل هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۹:۴۴
lkllklklklk


یاد هوکړه لیکونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني او د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب تر منځ لاسلیک شول، موخه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو، خصوصي محصلانو چارو، د استاداتو د تقرر او علمي ترفیعاتو او د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاستونو لپاره عصري سیسټمونه جوړول دي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د سیسټمونو جوړولو او د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له کړنو خوښي څرګنده کړه او زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو او پلي کولو وروسته به د نوموړو برخو په کارونو کې لا نوره روڼتیا، اسانتیا او چټکتیا رامنځته شي .
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، لوړو زده کړو وزارت د هېواد یو له مهمو وزارتونو یاد کړ او زیاته یې کړه چې د اوسني عصر د اړتیا له مخې تحصیلي بنسټونه باید په نوې ټکنالوجۍ سمبال وي، تر څو هم وزارت کې اسانتیاوې رامنځته شي او هم د استادانو، محصلانو او نورو خلکو چارې له ځنډ پرته ترسره شي، چې له اقتصادي پلوه هم ډېرې ګټې لري. 
د یادونې وړ ده چې لوړ زده کړو وزارت د کارونو د روڼتیا، چټکتیا او د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د هېواد په لویو پروژو کې د استادانو له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې، محصلانو ته د عملي کارونو د زمینې برابرولو او یو لړ نورو برخو کې دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د هلمند ولایت عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب هلمند ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دغه ولایت د ازموینو تنظیم، نظم او شفافیت ستاینه وکړه او د ازموینو ښه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په نیمروز ولایت کې د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو څخه لیدنه او څارنه وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت دیني مدرسو او جامعاتو د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو بهیر څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS