د لوړو زده کړو د ښوونیز مدیریت نوي سیستم د پېژندنې او کارولو په موخه د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د ۲۰ امارتي تحصیلي بنسټونو الکترونکي زده کړو بورد مسئولانو او سیستم کې شامل استادانو ته دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۱:۳۸
gdfgdfgdf


د دې ورکشاپ د جوړیدو موخه د (HELMS) سیسټم د پلي کولو څرنګوالی، د برېښنايي زده کړو له بنسټیزو مفاهیمو سره اشنا کېدل، د سیسټم د کارولو څرنګوالی، د داخلي کورسونو جوړول او د تدریسي موادو ترتیبول ده.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د یادې موضوع په اړه د خبرو ترڅنګ د نوموړي سیستم د چمتو کولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له معلوماتي ټکنالوژۍ او د علمي برنامو پراختیا ریاستونونو او همدارنګه د علمي معینیت سلاکار څخه مننه وکړه.
هغه وویل: «د خوښۍ ځای دی چې د لوړو زده کړو وزارت تخیکي ټیم وکولای شول چې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت دغه سیستم جوړ کړي چې په تېر کې د (HELMS) الکترونیکي ښوونیز سیستم د مدیریت لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې له بده مرغه چې پایله یې نه لرله.»
همداراز علمي مرستیال وویل چې د لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت د هیواد د دیني او فرهنګي ارزښتونو په رڼا کې له شته فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه پورته کوي او د افغانستان د ښوونې او روزنې د نظام د ښه والي لپاره هر ډول لګښتونو ته چمتو دی.
ښاغلي خیرخواه په ورکشاپ کې له ګډونوالو استادانو وغوښتل چې له یاد ورکشاپه ګټوره ګټه پورته کړي او د موضوعاتو د تطبیق په برخه کې په خپلو اړوندو تحصیلي بنسټونو کې ښوونیز پروګرامونه تنظیم کړي.
ورپسې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس شیخ الحدیث سید بشیر اغا هاشمي دا ډول ورکشاپونه د هېواد د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ظرفیت په لوړولو کې ګټور وبلل.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت سلاکار پوهاند غلام دستګير خاورين د برېښنايي مديريتي سيسټم HELMS)) په کارولو سره د انلاين کورسونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د هېواد د سړو ولايتونو تحصیلي بنسټونو طاق سمستر په قوس میاشت کې پیلیږي، څلور اونۍ به حضوري وي، په جدي او دلو میاشتو کې اته اونۍ به انلاین وي او د حوت میاشتې څلور اونۍ به حضوري وي. د هغه په وینا د یاد سمستر ازموینې به په حمل میاشت کې واخیستل شي.
د مسوولینو په خبره، د لوړو زده کړو په یو شمېر نورو بنسټونو کې به هم ورته ورکشاپونه د محترمو استادانو لپاره جوړ شي.

 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۸:۳۹
Background image

د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا! 


عنوان: د درې لاټونو په ګډون د ۱۸ پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو لپاره د کانټينونو جوړولو پروژه.

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۰:۵۳
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون داوطلبۍ د ګټونکي اعلان!


 عنوان: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فوټبال ميدان بیارغونه او د فوټبال ميدان غاړو کې د منډې وهلو سرک جوړولو پروژې ګټونکي اعلانول.
نېټه: 08/09/1402  مطابق د :   16/05/1445
داوطلبۍ ته . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۰:۵۲
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون داوطلبۍ د ګټونکي اعلان!


 عنوان: د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د جمنازیوم ودانۍ بیارغونې پروژې ګټونکي اعلانول.
نېټه: 08/09/1402  مطابق د :   16/05/1445
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/KEU/1402/NCB/W-07
رامين . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۵:۳
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هرات پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ ش کال د ۱۲۴۴ محصلینو په فراغت غونډه کې د ګډون تر څنګ، د هرات پوهنتون کرنې پوهنځی ماسټري برنامه افتتاح او د دغه پوهنتون داخلي سړکونه یې ګټې اخیستنې ته وسپارل.

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، په داسې حال کې چې د یاد پوهنتون مشرتابه پلاوي او د هرات ولایتي ادارې مسؤلینو هم حضور درلود، فارغېدونکو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، د علم او اسلامي کلتور پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۴:۳۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هرات پوهنتون کادري روغتون څخه لیدنه وکړه.


په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د طب پوهنځی محصلینو لپاره د کادري روغتون شتون اړین او اساسي اړتیا وبلله. دغه راز نوموړي وويل: «لوړو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۲۹
Background image

د تخار او بدخشان پوهنتونونو د اداري بستونو لپاره د رقابتي ازموینې پروسه د لوړو زده کړو وزارت د حقوقي مشاور شيخ عبدالله سيحان په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، تخار ولایت استازو، د تخار او بدخشان پوهنتونونو د رهبرۍ او په شرایطو برابرو داوطلبانو په شتون ک

 

د دې پروسې په ترڅ کې د بدخشان پوهنتون رئيس مولوي نظرمحمد نيازي د ازموينې د شفافيت او امانت خپل اهل ته سپارلو په اړه داوطلبانو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل: « د یادو دوه پوهنتونونو ٢٤. . .

BACK TO NEWS