د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د آذربایجان هېواد Alimardan bay Topchubashov یا ADA پوهنتون تحصیلي بورسونو خبرتیا
Due
-
په یونسکو سازمان کې د جمهوري آذربایجان دایمي څانګې د دغه هېواد د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی.
د اړتیا وړ اسنا:
۱ـ د ماسټرۍ دورې د نوماند د نمرو سلنه باید له ۶۵ لوړه وي. (د تحصیلي اسنادو اصلي پاڼې اړینې دي)
۲ـ د لېسانس دورې لپاره د نوماند د نمرو سلنه باید له ۷۰ لوړه وي. (د تعلیمي اسنادو اصلي پاڼې اړینې دي)
د شرایطو وړ داوطلبان کولای شي چې د لاندې وېبسایټ له لارې د ۲۰۲۱ کال د اپرېل تر لومړۍ چې د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۲مې سره سمون لري، نوملیکنه وکړي او همدارنګه د بورس د نېټې تر پای ته رسېدو د اړتیا وړ فورمې د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱مې عمومي غرفې څخه تر لاسه کړي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ: