د ماسټري او دوکتورا په برخه کې د مصر هیواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

Azizorayakhel.admin

Due

-

د مصر  لوړو زده کړو وزارت د افغانستان او مصر دولتونو تر منځ د موجود پروتوکول په اساس خپل ۱۲ سیټه مختلف تحصیلي بورسونه، چې د هغو له جملې څخه ۴ سیټه د لیسانس، ۴ سیټه د ماسټري او ۴ سیټه د دوکتورا لپاره دي، د افغانستان دولت ته ځانکړي کړي دي

عمومي شرطونه:

۱- د الوتکې د تګ را تګ دوه اړخیزه ټیکټ لګښت پر محصل دی.

۲- ۱۰ امریکایي ډالر، چې یو سل اویا مصري پونډه کيږي محصل ته د بدل اعاشې په توګه ورکول کیږي او محصل د تحصیل په جریان کې له لیلیې څخه د ګټې اخیستلو حق لري.

۳- په https://www.wafeden.gov.eg   ویب سایټ کې نوم لیکنه او یاد ادرس ته د اسنادو لیږل اړین دي.

۴- له 15/8/2020 نیټې چې له 25/5/1399 سره سمون مومي څخه دمخه باید نوماندان خپل اسناد په پورتنې ویب سایټ کې ثبت کړي. له یادې نيټې څخه وروسته د نوماندانو هر ډول اسناد د منلو وړ نه دي

۵- د ماسټري او دوکتورا زده کړو ته د منلو لپاره په لومړي مرحله کې باید نوماند خپل موجود اسناد د مصر پوهنتونو مطابق معادل کړي چې د دیپلوم د معادلت پروسه له ۲ څخه تر ۶ میاشتو پورې غځیږي او د ۲۰۰ امریکایي ډالرو په شاوخوا کې لګښت ورباندې راځي چې دا به هم محصل خپله ورکوي.

۶- لومړیتوب هغو متقاضیانو ته ورکول کیږي چې له مصر څخه فارغ شوي وي، ځکه هغوی د دیپلوم معادلت ته اړتیا نلري.

۷- د نوماند د لیسانس او ماسټري دورو د نمرو سلنه باید ۶۵ څخه کمه نه وي

۸- په هغه صورت کې چې د ورکړل شویو سیټونو له شمیر څخه د بورسونو د متقاضیانو شمیر زیات وي نوماندان د هغوی د لیسانس او ماسټري دورو د لوړو نمرو سلنې په اساس ټاکل کیږي

د مصر په پوهنتونو کې د منلو لپاره اړین سندونه په لاندې ډول دي:

اصلي ډیپلوم (د ماسټري او دوکتورا لپاره)

د پاسپورټ کاپي

د تابعیت د تذکیري کاپي

د عدم مسوولیت جرمي فورم

روغتیایي بشپړ معاینات

نو ټول په شرایطو برابر مینوال کولای شي په یاد شوي ویب سايټ برسیره تر 15/8/2020 مطابق د 25/5/1399 نیټې پورې په یاد ویب سایټ کې له نوم لیکنې څخه وروسته د اړوندو بورسونو او نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره مراجعه وکړي.

آخرین بورسیه ها

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۶:۵۴
Background image

د بنګله دیش هیواد د برک پوهنتون د لیسانس په کچه د تحصیلي بورسونو خبرتیا

د بنګله دیش هیواد د برک پوهنتون  د ۲۰۲۱ میلادی کال لپاره  د ښځینه او نارینو لپاره په بیلابیلو څانګو کې د تحصیلي بورسونو د ورکړي خبر ورکړی دی.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۴:۵۰
Background image

د بنګله دېش د برک پوهنتون د ماسترۍ بورس اطلاعیه University BRAC

برک پوهنتون BRAC  University)) چې د بنګله دیش په ډاکه ښار کې موقعیت لري په ۲۰۲۱ میلادي کال کې چې د ۱۴۰۰ لیږدیز سره سمون خوري د ښځینه او نارینه و محصلینو لپاره د ماسټرۍ یو شمېر بورسونه . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

د پاکستان هیواد د (OIC) دوکتورا او ماسټرۍ د بورسونو اطلاعيه

 د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت، دايمي نمايندګي د خپل رسمي ياددښت پر بنسټ د (OIC) غړو هیوادونو له پاره د دوکتورا او ماسټرۍ په برخه کې د پاکستان د جمهوري . . .