د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د لیبیا هیواد اسلامي دعوت فاکولتې د تحصيلي بورسونو خبرتیا
Due
-
د اسلامي همکاریو سازمان کې د ا. ا. ج. دایمي استازولۍ، د یوه رسمي لیک په ترڅ کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو لهپاره، د اسلامي همکاریو سازمان غړو هیوادونو ته د لیبیا د اسلامي دعوت(بلنې) فاکولته (World Islamic Call Society) کې، په بیلابیلو تحصیلي څانګو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د تحصيلي بورسونو خبر ورکړی دی.
• ماسټري د (قرآني علومو، دعوت او عربې ژبې) څانګو کې
• دوکتورا د (قرآني علومو، دعوت او عربې ژبې) څانګو کې
د بورسونو شرایط:
• د نوماند د ليسانس او ماسټرۍ دورې د نومرو سلنه باید له ۶۵ ښکته نه وي
• د ليسانس/ ماسټرۍ دیپلوم کاپي
• د نومرو د ټرانسکرېپټ کاپي
• د زېږون سند کاپي (Birth Certificate)
• د جرمي مسوولیت نه درلودو سند
• د روغتیایي معایناتو سند
• شپږ قطعې عکسونه (۶+۴)
• د پاسپورټ کاپي چې د اعتبار موده یې له درېیو کلونو کمه نه وي
• د دوکتورا نوماندانو دپاره د ماسټرۍ د مونوګراف کاپي
• پېژندپاڼه
د یادونې ده چې د یادو بورسونو د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱م کال د مارچ میاشتې ۳۱مې پورې ده.
پر شرایط برابرو مینوالو ته خبر ورکول کېږي؛ که چیرې د یاد هیواد تحصیلي بورسونو کې د نوم لیکنې غوښتونکي وي؛ د نوم لیکنې لهپاره دې له خپلو سندونو سره د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې غرفې ته مراجعه وکړي، د سندونو له بشپړولو وروسته دې هغه postgraduate@uic.edu.ly وېبپاڼې ته واستوي او د نوماندۍ سندونو سکن او کاپي دې د ۲۰۲۱م کال مارچ میاشتې ۳۱مې نېټې څخه مخکې وسپاري.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ: