د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې د خوارځواکو کوچنیانو د درملنې څانګه له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

د یاد روغتون د مسؤلینو په وینا، د خوارځواکو کوچنیانو د درملنې څانګه (ټي اېف یو) د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته د نږدې یو میلیون او ۵۰ زره افغانیو په لګښت د شلو ورځو په موده کې ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون رییس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال وویل چې د دغې څانګې په بیارغونې سره به د خوارځواکه کوچنیان د درملنې په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي او د هغوی د مرګ و میر کچه به راټیټه شي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق د محرم الحرام ۱۰ مه
۱۴۰۴ هـ.ش د چنګاښ ۱۵ مه
۲۰۲۵ م د جولای ۶ مه